بهرني خوشې شوي بندیان د طالبانو د ترحم کیسې کوي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

کابل کې د امریکايي پوهنتون اسټرالیوي استاد له رسنیو سره د زندان کیسې شریکې کړې دي.
اسټرالیوي پروفیسور ټیموټي وېکس خپل هېواد ته له رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره رسنیو سره خبرې کړي او د طالبانو د چلند په اړه غږېدلی دی.
ټیموټي وېکس ویلي چې له یرغمل کېدو وروسته یې فکر کاوه چې و به وژل شي، خو هیلې یې و نه بایلودې او پوه شو چې بالاخره به له زندانه خوشې کېږي.
وېکس زیاته کړې چې له طالبانو یې کرکه نه کوله او د دوی په ساتونکو کې یو شمېر مینه ناک خلک هم وو چې د خلاصون پر مهال یې غېږه هم ورکړې ده.
د وېکس په وینا چې د دوی د ژغورلو لپاره شپږ ځلې هڅې هم شوي دي، خو زیاتوي چې دوی نه دي ژغورل شوي.
وېکس ویلي، یو ځل ورته طالب ساتونکو وویل چې داعش ډلې پرې برید کړی، خو د ده په ګومان چې هغه هم د دوی د ژغورنې عملیات دي.
د امریکايي پوهنتون استادان اسټرالیوي ټیموټي وېکس او کیون کېنګ د طالبانو د حقاني شبکې د درېو غړو په بدل کې دوه اونۍ وړاندې له بنده خوشې شول.
دغه استادان څه د پاڅه درې کلونه وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو.
وېکس د افغانستان د امریکايي پوهنتون استاد دی چې طالبانو د خپلې فوق العاده نړېوالې عاطفې او ترحم په اساس خوشې کړ او خپلې کورنۍ ته و رسېد.
ویکس بختور و چې ان د طالبانو له رحمه هم برخمن شوی دی.
ویکسه!! ستا لویه ځانګړنه دا وه چې کافر وې، طالبانو د قران د حکم برعکس الأشداء علی المومنین ته قایله دي.
دوی مسلمان پروفیسران وژني، ‌‌‌‌‌‌ډاکټران یې، انجینران یې، مشران، دیني علماء، حتا چې ذره رڼا یې په ذهن کې وي، د دوی تر حاکمیت لاندې ژوندی نشي پاتې کېدلی.
همدا اوس د طالبانو تر کنترول لاندې پنځلس ولسوالیو کې یو ماسټر، یو لیکوال، د خبرې او فکر سړی نه موندل کېږي.
ویکسه!! ته بختور یې، فوق العاده بختور، تا غمخوار درلود، متحده ایالات او ستاسو خپل حکومت.
د هغې کون‌‌‌‌‌‌ډې افغانې مور زوی نه یې، چې سهار ماښام یې خدای ته پړونی غوړولی وي او د طالبانو له زندانه د خپل یوازیني زوی خوشې کېدل غواړي، لویه ګناه یې هم دا وه چې د وطن پولې یې ساتلې.
ته یې د غفور پېروز، عبدالصمد روحاني، اجمل نقشبندي، بابي، مولوي ریحان او نورو په برخلیک نکړې اخته، ته نور له هیڅ بلا مه وېرېږه، چې طالب و نه وژلې، نور تضمین درکوو، هیڅ شی ضرر نه درته رسوي.
ته د افغان سرتېري په څېر نه یې چې طالبان یې کندز کې ونیسي او دوه ساعته مهلت نه ورکوي او پرته له محکمې یې وژني.
ته هغه افغان سرتېری نه یې چې د طالبانو زندان کې شکنجه شې، پيغورونه واورې او د طالبانو نوي وحشتونه درباندې و ازمایل شي.

Share this page to Telegram

Comments