بهرني جنګیالي جګړو کې وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: مشرانو جرګې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست مسوولین استجواب کړي چې د نامسووله وسله والو د فعالیت، جګړه کې د ملکي وګړو د تلفاتو لوړیدو، جنایي پيښو ګراف لوړیدو او پر مخالفو وسله والو د وسلو د پلور په تړاو خپلې اندیښنې شریکې کړي.
ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیاء وایي، جګړه کې د ملکي وګړو د تلفاتو د لوړوالي راپورونه تبلیغات دي.
له دې سره د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی وایي، د ملکي وګړو تلفاتو کې زیاتوالی راغلی چې لامل یې د طالبانو د سړک غاړې ماینونه او ځانمرګي بریدونه دي.
د جګړې شدت او د بهرنیو ترهګرو فعالیت په افغانستان کې هغه لاملونه یاد شول چې تلفات پکې لوړ شوي دي.
له دې سره کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وایي، د جنایي جرمونو ګراف راټيټ شوی او له نامسووله وسله والو سره مبارزه کې جدي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments