بهرني استخبارات د افغانستان جګړه سختوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سوریې تر جګړې ښايي د افغانستان جګړه ډېره خونړۍ وي.
د افغانستان ۱۷ کالنې جګړې شدت ته په کتو نړیوال څارونکي وایي، ښایي دا جګړه سږکال د سوریې او د نړۍ د بلې هرې جګړې په پرتله ډېره خونړۍ وي.
د نړیوالو څارونکو دا ارزونه د غوڅ ملاتړ ماموریت د چارواکو له خوشبینانه څرګندونو سره ښکاره توپیر لري او د افغانستان د کړکېچ په ختمولو کې د نا امیدۍ نښه ده.
د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان د چارو کارپوه جاني والش فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان د جګړې له زیاتېدونکو تلفاتو او د سوریې د جګړې د احتمالي ختمېدو له نښو ښکاري چې د افغانستان جګړه ښايي د نړۍ د یوازیني خونړي کړکېچ په توګه دوام وکړي.
د جګړو د تلفاتو ثبتوونکې نړیواله اداره UCDP وايي، په ۲۰۱۷کال کې په افغانستان کې د جګړې د ټولو خواوو د تلفاتو شمېر ۱۹۶۹۴تنه وو.
دا ټولنه اټکل کوي چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو شمېر به سږکال په بیساري ډول زیات وي.
سپوږمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments