بل ډول دوپيازه

comments 0

0 Views

لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو
2- پياز نيم كيلو
3- سركه نيم ګيلاس يا جوهر ليمو يو څه
4- تور مرچ يوه د چايو كاچغه
5- ميده سوې مالګه د ضرورت په اندازه
6- غوړي د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :
غوښي او سركه سره واچوى لږ مالګه هم ور واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي غوښي پخې سي او اوبه يې وچي سي. بيا نو پياز نازك نازك ميده كړى او ور وايې چوى چي لږ پاخه سي خو ډېر يې خوړين كوى مه. كه مو سركه نه وي ور اچولي بيا جوهرليمو ور واچوى او تور مرچ يې پر سر ور ودوړوى. دوپيازه تياره ده.

Share this page to Telegram

Comments