بل هوایي دهلیز پرانیستل شو

comments 0

9 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ مزار ښار کې د ترکیې استانبول او اروپایي ښارونو ترمنځ د هوايي دهلیز پرانیسته وشوه.
ددغه هوايي دهلیز پرانیسته چې نن سهار وشوه، د بلخ له هوايي ډګر به وچه میوه، غالۍ، قره قول څرمنې اروپايي ښارونو ته انتقال شي.
لومړۍ جوپه کې وچه میوه لندن ته صادر شوه چې په دې سره د افغانستان وچې میوې ښه بازار پيدا کړي.
د بلخ سوداګر دغه ګام د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او په دوام یې ټینګار لري.
تر دې وړاندې له چین، هند او ځینو نورو هېوادونو سره هوایي دهلیزونه پرانستل شوي چې زیات عواید ترې لاس ته راغلي دي.
تمه ده چې د هوایي دهلیزونو تر څنګ ځمکني صادراتو کچه هم لوړه شي او د لاجوردو لار کولای شي، صادراتو ګراف لوړ کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments