بل زندان مات شو/ منان توحیدیار

comments 0

0 Views

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو یو بل زندان مات شو چې عام خلک پکې بې ګنا زندانیان و.
دا زندان د پنجشنبې شپه افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې مات کړی چې ۶۱ زندانیان یې د طالبانو له بند څخه ازاد کړي دي.
دا په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو دریم زندان دی چې افغان کمانډو ځواکونه یې ماتوي او په زیاته اندازه بې ګنا ولسي وګړي ترې ازادوي.
افغان کمانډو ځواکونو د کشفي راپورونو په اساس، کجکي کې یوه داسې کلا باندې چاپه وهلې چې له میاشتو میاشتو راهیسې پکې سپین ږیري، ځوانان او د کم عمر هلکان په بند کې ساتل کیدل.
د افغان کمانډو ځواکونو دا چاپه بریالۍ وه او د طالبانو د زندان ساتونکي یې هم روغ رمټ نیولي دي، په دې ځانګړو عملیاتو کې کمانډو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اووښتی او د طالبانو له چنګه یې هغه مظلوم خلک خوشې کړي چې طالبان یې په رسمیت نه پيژندل او یا یې د هغوی ظلمونو ته غاړه نه ايښوده.
طالبان څوک زنداني کوي
هلمند کې د طالبانو په لومړي زندان چاپه کې ۱۰۱ کسان راخوشې شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و، له راخوشې شویو زندانیانو سره چې خبرې شوې وې، ټول یې په دې ګنا بندیان کړي و چې ولې طالبانو ته چای، ډوډۍ او باج نه ورکوي.
په زندانیانو کې داسې ډیر کسان هم و چې له یو چا سره به یې شخصي تربګني وه، خو مقابل لوري به طالبانو ته پيسې ورکړې وې او بله ډله به یې پرې زندانیان کړي و.
ځینې کسان چې د طالبانو له زندان خوشې شوي و، ګنا یې دا یادیدله چې ولې له طالبانو سره همکاري نه کوي او یا ولې په طالبانو پسې بد رد وايي.
هلمند کې د طالبانو په دویم زندان باندې چاپه له کوچني اختر وروسته ووهل شوه چې ۶۴ زندانیان ترې راخوشې شول چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري پکې شامل و، دا چاپه هم کمانډو ځوکونو په کجکي ولسوالۍ کې وهلې وه او زندانیان ټول هغه کسان و چې طالبانو ته یې باج نه ورکو.
اوس دریمه چاپه چې د طالبانو په زندان ووهل شوه او ۶۱ کسان ترې ازاد شول، ټول یې په همدې جرم زندان کې پراته و چې ولې د طالبانو خبره نه مني، ولې له طالبانو سره همکاري نه کوي او یا ولې له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښه ته نه ځي.
د طالبانو په زندان کې هغه کورنیو هم شپې ورځې تېرولې چې کلونه یې د طالبانو په امارت کې تېر کړي او زیاته قرباني یې ورکړې، خو اوس یې چې د کورنیو غړي له طالبانو سره وژل شوي، طالبان پرې ظلمونه کوي، خکه چې بې سرپرسته او بې څوکه دي.
د طالبانو زیات زندانونه ځکه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې دي، چې دې ولسوالۍ کې د طالبانو بشپړ حاکمیت دی او پلي ځواکونه په هیڅ صورت سره نه شي کولای چې دې ولسوالۍ کې عملیات وکړي.
دا ولسوالي د هلمند له مرکز لښکرګاه ډيره لیرې پرته ده او یواځې ځانګړي ځواکونه کولای شي، د هوا له لارې ورشي او ځانګړي عملیات پکې وکړي.
طالبان چې په هره سیمه کې د دوی د فکر مخالف ونیسي، کجکي ته یې رسوي او هلته په ځینو سیمو کې ځانګړو زندانونو کې ساتي، خو دا چې کله هم کمانډو ځواکونو ته راپور ورشي، په همغه شپه یې زندان ماتوي او بې ګنا خلک د طالبانو له ظلم څخه خلاصوي.
طالبانو د دریو زندانونو په اړه منلې چې د طالبانو زندانونه مات شوي او زندانیان ترې خوشې شوي دي، طالبانو دا زندانیان جنایي مجرمین یاد کړي، خو په خوشې شویو زندانیانو کې اکثره ماشومان، سپین ګیري او ښځې شاملي دي، هیڅ ډول د جنایتونو فکر پرې نه شي کیدلی.
افغان کمانډو ځواکونو طالبانو ته وښودله چې هیڅ ځای کې ترې خوندي نه دي، خو دا چې افغان حکومت په دې تمه دی چې طالبان به سوله وکړي، جګړه یې پرې کمه کړې ده، خو هر کله چې کمانډو ځواکونه وغواړي د طالبانو مهم ځایونه په نښه کړي، هیڅکله ترې خوندي نه دي او هر کله یې تر برید لاندې نیولی شي.
د افغان کمانډو ځواکونو عملیات ډير تکتیکي دي او داسې عملیات کوي چې نه خپله تلفات ورکړي او نه عامو خلکو ته تلفات واوړي، په دې درې زندانونو د کمانډو ځواکونو چاپه کې هیڅ کمانډو او هیڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې، یواځې په دویم زندان چاپه کې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي و.

Share this page to Telegram

Comments