بلچراغ ولسوالي افغان ځواکونو ونیوله

comments 0

4198 Views

هندوکش – فاریاب: د فاریاب بلچراغ ولسوالي له یو کال وروسته بېرته افغان ځواکونو ونیوله.
د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي چې یاده ولسوالۍ تېره شپه د کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شوه.
فایق وايي، د بلچراغ ولسوالۍ د مرکز له نیول کېدو سمدستي وروسته هلته د سیمه ییزو پاڅونکونکو ۱۵۰ کسیز ګروپ ځای پر ځای شوی دی.
ځايي خلکو د افغان ځواکونو هرکلی کړی چې دا ولسوالي یې بیرته ونیوله.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments