بلوچستان کې د پاکستان پوځ شپږو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان بلوچستان ایالت کې وسله وال برید له امله درې پوځیان وژل شوي او درې نور تپیان شوي دي.
پیښه د بلوچستان ایالت په واشک ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
د پاکستان حکومتي سرچینې وایي چې: دا پېښه د واشک په مرغاب سیمه کې شوې ده.
دغه سیمه له ایران سره پوله لري.
چارواکو زیاته کړه، امنیتي ځواکونه خپل مرکز ته د ستنېدلو پر مهال د ناڅرګندو وسلوالو له برید سره مخ شول.
د بلوچستان سر وزیر نواب ثنا الله زهري او د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي هم په مرغاب کور کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی.
د نومورو په خبره، د سولې دښمنان د خپلو شومو موخو لپاره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دغه چارواکي وايي، دوی به دغه وسلوال د قانون منګولو ته وسپاري.
تردې دمه د پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دې اخیستې.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې ایراني سرحدي ځواکونه د پاکستان پوځ شپږ تنه هم داسې مهال په دزو وژلي وو چې غوښتل یې سرحد کې غیر قانوني کړنۍ ترسره کړي!
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *