بلور: پاکستان پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې له وجې په نښه کوي

comments 0

5 Views

هندوکش ـــ پاکستان: د عوامي نشل پارټۍ د رهبرۍ غړی او پښتون سیاستمدار غلام احمد بلور وایي، زموږ کورنۍ د ترهګرې پر وړاندې مبارزه کې قرباني ورکړې او پښتون خاوره کې د سولې لپاره به له هېڅ راز قربانۍ څخه پر شا نشو.
غلام احمد بلور دغه څرګندونې د خپل زوی بشیر احمد بلور د دویم تلین او دغه راز د خپلې کورنۍ د قربانیانو په مناسبت په ټویټر کړې دي.
ښاغلی بلور وایي: «د بلور کورنۍ ټولو شهیدانو د ترهګرو پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی او په پایله کې یې شبیر بلور، بشیر بلور او هارون بلور شهیدان شول. په دې جنګ کې د ډېرو بېګناه خلکو وینه تویه شوې چې د ترهګرو له خوا په ناحقه شهید شوي دي، نن زه نه یوازې د خپلې کورنۍ شهیدانو، بلکې ټولو نورو شهیدانو ته چې د سولې لپاره شهیدان شوي دي، درناوی کوم.»
د غلام احمد بلور کورنۍ ای ایس ای ته د منسوبو ترهګرو له لوري په نښه شوه او دوه کاله وړاندې چې کله بشیر احمد بلور پخپلې ټاکنیزې مبارزې بوخت و، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنک او دغه راز د ګڼو پښتنو فعالانو له لوري د هغه د دویم تلین په مناسبت د بلور کورنۍ ته د انصاف غوښتنې کمپاین وشو او دغه راز په پښتني سیمه کې د سیمې د استخباراتو له لوري د ترهګرۍ پروژې د ختمولو لپاره غږ پورته شو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments