بلوجستان: د پاکستان سمندري ځواک ۱۵ سرتېري وژل شوي

comments 0

66 Views

هندوکش ــ پاکستان: د بلوچستان لسبېلې ښارګوټي، ساحلي برخې ته نزدې د بوزي لک په سیمه کې پرون غرمه د سمندري ځواک سورلیو یو بس چپه شوی چې پکې ۹ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي.
د پېښې وروسته ځايي عسکرو د پېښې د پلټني کار پیل کړی دی او د لومړنيو اطلاعاتو له مخي بس له تېز رفتارۍ اوښتی دی.
د لسبېلې اسسټنټ کمشنر ډاکټر جمیل بلوڅ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سورلۍ یو بس چې ۳۸ مساپران یې اخېستي ول له ساحلي ښار اورماړې څخه کراچۍ روان وو چې له بزي لک سیمې سره اوښتی دی.
دی وايي چې پر ساحلي لویې لارې د تلو پرمهال په بس کې تېکنیکي ستونزه رامنځ ته شوې چې له قابو کېدو وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
نېږدې ۲۹ تنه د ځايي ادارې لخوا ژغورل شوي او ځايي روغتونونو ته وړل شوي دي.
د نوموړي په وینا په پېښه کې وژل شوي کسان د پاکستان له نېوي (سمندري ځواک) سره تړاو درلود چې خپلو چوټیو تېرولو ته روان ول.
په پاکستان کې د خامه لارو او سړکونو او کمزورې بنیادي ډانچې او د ناقص حفاظته له کبله ګڼې ټرافیکي پېښې کېږي چې د یوې سرکاري شمېرنې له مخې هر کال ۵۰۰۰ کسان مري.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments