بلخ کې ۱۵وسلوال طالبان وژل شوي او۸ تنه تپیان دي

comments 0

144 Views

هندوکش – بلخ: دبلخ ولایت په دولت ابادولسوالۍ کې دافغان ګډو هوايي ځواکونوپه هوایی بریدونو کې دیو طالب قوماندان په ګډون ۱۵تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۸تنه وسلوال طالبان تپیان شوي دي.
دبلخ امنیتي چارواکي وايي چې تیره شپه طالبانو غوښتل په دولت اباد ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې دافغان ځواکونو له ځوابیه بریدسره مخامخ شول، چې په پایله کې لسګونو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
ځایي مسولین وايي، طالبانو له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي او نه شي کولاي خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments