بلخ کې ۱۲ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۱۱تنه نور ژوندی نيول شوي

comments 0

7 Views

هندوکش ـ بلخ: د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو د بلخ ولایت په چهاربلوک او شولګره ولسوالیو کې د طالب وسلوالو په پوځي مرکزونو باندې هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ژوندی نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د ۱۲ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۱۱ طالبانو په نیول کیدو سربیره یو عراده موټر له منځه وړل شوی او په یادو ولسوالیو کې لسګونه کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په نوموړو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته هيڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments