بلخ کې ځانمرګې برید ترسره شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ مرکز مزار شریف کې نن سهار ځانمرګې برید شوې چې له امله یې څلو تنه وژل شوي دي.
شیرخان دراني د بلخ د امنیه قوماندانې ویاند رسنیو ته وویل، پیښه نن سهار اوه بجې د مزار شریف په لومړې حوزه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا چاودنه کې یو قومی مشر حاجی عبدالغنی او درې ساتونکي یې وژل شوي دي.
د پامیر زون قوماندان بابه جان هم چاودنه تاییده کړه او ویلي دي چې څلور تنه پکې وژل شوي دي.
تردې دمه د پیښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دې اخیستي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply