بلخ کې نوې ګمارنې شوي

comments 0

0 Views

 

هندوکش – بلخ: شمال کې د عامه نظم او سرحدي پوليسو قوماندانيو ته نوي قوماندانان وټاکل شول.

ډګروال ذبيح الله غورځنګ بلخ ولايت کې د شمال زون د عامه نظم د اوومې لېوا د نوي قومندان په توګه او د عامه نظم پخوانی قومندان جنرال حسيب الله قريشي د سرحدي پوليسو د عمومي قومندانۍ د درستيزوال په توګه ټاکل شوي دي.

په ورته وخت کې ډګروال محمد جان محمد شمال زون کې د سرحدي ځواکونو د شپږمې لېوا د نوي قومندان په توګه خپل کار پيل کړ.

نوموړی له دې وړاندې زابل ولايت کې د عامه نظم د کنډک قوماندان پاتې شوی وو.

عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments