بلخ کې نور وسله وال نیول شوي

comments 0

7 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ پولیس وایي، مزار شریف کې ۹ نامسوول وسله وال نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قومندانی وایي، دغه کسان یې تېره ورځ د مزار ښار له مختلفو سیمو څخه نیولي دي.

نیول شویو کسانو سره درې میله تفنګچې، ۱ میل کلاشینکوف او بې اسناده موټر هم نیول شوي دي.

وړمه ورځ هم پولیسو ۳۷ نامسووله وسله وال نیولي چې د عامه نظم ګډوډلو کې یې لاس درلود.

د بلخ امنیه قومنداني له تېرې اونۍ راهیسې د نامسولو وسله والو پر ضد کمپاین پیل کړی، چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۵۰ کسان له وسلو سره نیولي دي.

شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments