بلخ کې مرموزو وژنو خلک انديښمن کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: راپورونه وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د بلخ په مزارشریف ښار کې ۶ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د مزار شريف ښار اوسېدونکي وايي چې وروستيو کې دغلته هدفي وژنې او غلاوې زياتې شوي دي.
په تازه پېښه کې د جمعې په شپه د مزار شريف ښار په کارته زراعت کې د يوې کورنۍ دوه غړي، په مرموز ډول وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه دواړه د تره زامن وو، چې يو يې د WFP کارکونکی و او بل يې مزار شريف کې له يوه خصوصي بانک سره کاو.
د بلخ امنيه قومنداني په ښار کې د جنايي پېښو د زياتوالي پخلی کوي خو وايي چې پوليس هڅه کوي تر څو د يادو خپلسريو مخه ونيسي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments