بلخ کې زورواکي ځان تر قانون لوړ ګڼي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ کې د عدليې ریاست وایي، زورواکي د خلکو د سترګو پر وړاندې قانون ماتوي، عدالت تر پښو لاندې کوي چې د عدلیې وزارت زور پرې نه رسیږي.
بلخ کې زور واکي اکثر د ملي شورا غړي دي چې له قانون سرغړونې کوي او ځایي چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.
ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو ځینې استازي او ولایتي شورا وايي چې مسولین باید د خبرو پر ځای قانون ماتونکي راونیسي.
دوی وايي د قانون او عدالت نه پلې کېدو له امله پر حکومتي دستګاه د خلکو باور کم شوی دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply