بلخ کې د کبانو فارم جوړ شو

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ کې د کبانو د بچیو د تولید لومړنی فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نور اړتیا نه پیدا کېږي چې د بلخ ولایت خلک دې د نورو هېوادونو څخه وارد شوي بې کیفیته کبان واخلي.
د کبانو د بچیو د تولید دغه فارم پر ۱۰ جریبه ځمکه جوړ شوی چې په کې د کبانو د روزنې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شي دي.
دغه فارم د یوې میاشتې په موده کې د ۳۵۰ زره کبانو د تولید وړتیا لري.
په شمال ختېځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې مسوول احمدفهیم جباري ویلي، د کبانو د بچیو د تولید دغه فارم د کابو دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې، ۲۵ سلنه لګښت یې د فارم لرونکي او ۷۵ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې لخوا ورکړل شوی ده.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments