بلخ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون

comments 0

4 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د یانګي کلا کلي اوسیدونکو د طالبانو د ظالمانه سلوک او تروریستي حملو په خلاف لاریون وکړو، دوی وایې چې طالبان د ملکي کسانو پر وژنې او ځورونې سربېره د دوی د کورونو او کلیو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي.
د چمتال ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې نور به د طالبانو مزدورې او ترهګرې ډلې ته اجازه ور نکړي، چې په یاده سیمه کې ملکي کسان په نښه او یا د دوی له کورونو د ډال په توګه ګټه واخلي.
په سیمه کې د خاکسار په نوم د طالبانو یو سر ګروپ چې د دغې سیمې د خلکو په ځورونه کې یې لاس درلود، د سیمې د خلکو لخوا سخت وهل شوی او اوس هم د دوی په ولکه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په “قیاق دره” کې پر یوه شخصي موټر چې پنځه ملکي وګړي په کې ناست و، په ډزو وژلي او بيا يې جسدونه په بې‌رحمۍ په يوه موټر کې سوځولي دي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د نفوذ په سیمو کې خلک د دې ډلې له کړنو سخت په تنګ راغلي نو همدا وجه ده، چې د دوی پر وړاندې یې د ولسي پاڅونونو د پیل لړۍ پیل کړې ده.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments