بلخ کې بې اسناده موټر سایکل نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ کې پولیس وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې ۱۰۰۰ عرادې بې اسناده موټرسایکلونه نیولي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، په مزار شریف ښار کې د جنايي جرمونو او غلاوو د کچې راکمولو په موخه يې له تېرې یوې اونۍ راهیسې زر عرادې بې اسناده موټرسایکلونه نیولي دي.
د دراني په خبره، دغه اقدام يې وروسته له هغې وکړ چې د ښار ډېری اوسېدونکو ورته له موټرسایکل سپرو غلو او قاتلینو څخه شکایتونه وکړل.
همدا تېره اونۍ د دوه تنو موټر سایکل سپرو لخوا د بلخ د والي پر ویاند برید وشو چې نوموړی یې سخت ټپي کړ او برید کونکي وتښتېدل.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *