بلخ کې افغان ځواکونو طالبانو د چاودیدونکو توکو تولیدي فابریکه کشف او له منځه یوړه

comments 0

5 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ په تره خیلو کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې د وسلوالو طالبانو د چاودیدونکو توکو تولیدي فابریکه لومړی کشف او ورسته یې له منځه یوړه.
چارواکي زیاتوي، چې یادوعملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی
بل لوري د بلخ ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، افغان ځواکونه په ډیرو ستونزمنو حالاتو کې د وطن دوښمنانو سره په جګړه کې بوخت دي، دوی وایي، د افغان ځواکونو له کړنو خوښ یو او ملاتړ یې کوو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments