بلخ کې اعتراض پای ته ورسید

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر دروازه بېرته پرانيستل شوه.
دغه دروازه نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ملي ايتلاف غړو لخوا، د ټاکنو په پروسه کې د درغلۍ له وېرې تړل شوې وه.
معترضينو هغه مهال غوښتنه کوله، چې ټاکنې دې په بايومټريک سيستم ترسره شی او همدا راز يې ټاکنو د روڼوالي د ضمانت غوښتنه کوله.
خو تېره شپه د بلخ ولايت مقام او د لوی ملی ايتلاف د غړو تر تفاهم وروسته دغه دروازه بېرته پرانيستل شوه او د کميسيون کارکوونکو خپل کارونه پيل کړل.
د بلخ ولايت مقام لومړي مرستيال محمد بشير توحيدي معترضينو ته په خبرو کې وويل، چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسيون ژمنه کوي، څو ټاکنې په شفاف ډول ترسره شی.
نوموړي د ټاکنو د شفافيت په تړاو د معترضينو غوښتنې پر ځای وبللې او زياته يې کړه، چې ټاکنو کميسيون او حکومت هڅه کوي؛ څو راتلونکي انتخاباتو کې د بايومټريک له سيستم څخه کار واخيستل شي.
مزار شريف کې د ملي ايتلاف د معترضينو استازي سيد قاسم سالار وويل، چې دوی وروسته له هغې د ټاکنو کميسيون دروازه بېرته پرانيستله، چې حکومت يې غوښتنې ومنلې.
هغه زياتوي، چې د بايومټريک په سيستم د ټاکنو ترسره کېدل او همدا راز د انتخاباتو پر پروسې د احزابو د څارنې زياتوالی يې عمده غوښتنې وې، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون منلي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments