بلخ: هوايي برید کې ۴۵ طالبان وژل شوي دي

comments 0

4 Views

هندوکش – بلخ: په بلخ ولایت کې دافغان ځواکونو په هوايي بریدکې د۹ لوړپورو طالبانو په ګډون ۴۵ طالبان وژل شو ي دي.
له بلخ ولایته یو لوړ پوړې چارواکې ویلي، دوژل شوو طالبانو نومونه په لاندې ډول دي:
۱ـ عبدالغني چې په ترابي مشهوراو دبلخ چهاربلوک ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال وو.
۲ـمولوي حنان چې دشولګره ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال ، نوموړي دوه ورځې وړاندې په یوه بریدکې هم ټپي شوي و، خو دنن شپې په برید کې وژل شوي دي.
۳ـ ګل نبي مشهورپه مبارز او دبلخ چمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال وو.
۴ـ ملا نیسم دشولګره ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال معاون.
۵ـمولوي رسول جان دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو استخباراتي مسول.
۶ـمولوي جاوید دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو نظامي مسول.
۷ـ مولوي نجیب الله دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو د ډلې مشر .
۸ـ مولوي نذیر دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانولوړپوړي مشر.
۹ـ عبد الحي مشهور په منصوردچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو د ډلې مشر.
دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتی ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې دولت ضد طالب او داعش وسله والې ډلې ګن شمیر کسان وژلي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments