بلخ د افغان پریمیر لیګ اتله لوبډله شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – شارجه: د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سياليو پايلوبه بلخ لوبډلې وګټله.
پچه د کابل زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۳منډو هدف ورکړ.
بلخ لوبډلې بیا په ۱۹ اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېد سره ټاکلی هدف پوره کړ او پايلوبه يې وګټله.
د بلخ لپاره قيس احمد تر ټولو ډېرې ۵ وېکټې واخيستې.
د کابل د توپ وهنې پيل ښه نه و د پيل لوبغاړي يې ژر ژر له لاسه ورکړل، خو د منځ لوبغاړو يې سيالي يو څه کابو کړه.
سږني اې پي ایل کې پنځو لوبډلو برخه لرله، چې کندهار نایټز، بلخ لجنډز، ننګرهار لېپرډز، پکتیا پنترز او کابل ځوانان نومېدل.
د نړۍ مشهور ګڼ شمېر د کرکټ لوبغاړي د دغه لیګ برخه وو، چې برېنډن مېککلم، انډري رسل، کرېس ګېل او شاهد اپریدی په کې شامل وو.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له هېواده بهر او د ګڼو نړیوالو لوبغاړو په ګډون په پراخه کچه د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ وکړې.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments