بلاول بوټو د محسن داور او علي وزیر د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼه لیکي چې، د پاکستان د عمومي اسمبلۍ غړی بلاول بوټو د اسمبلۍ له عمومي مشر غوښتي چې محسن داوړ او علي وزیر جلسو ته را وغواړي او له بنده یې ازاد کړي.
د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم غړي علي وزیر او محسن داوړ نیولي دي او ددوی پر ضد یې قضیې ثبت کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي پاکستان د قانون پر خلاف ددوی د غږ چوپ کول غواړي او په ځلونو یې ترې غوښتي چې غورځنګ له منځه یوسي. پښتین وایي ددوی مبارزه قانوني ده او نړیوالې ادارې باید په دې اړه غبرګون وښيي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments