بغلان کې ۲۲تنه طالب وسلوال ووژل شول

comments 0

1 Views

هندوکش _ بغلان: د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې طالبانو تیره شپه غوښتل د بغلان ولایت په مرکزي بغلان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو برید ترسره کړي، چې دافغان ځواکونوپه ځوابیه برید کې دطالبانو برید له ماتې سره مخ شو او په نتیجه کې یې ۲۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳تنه ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، دافغان ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې د۲۲تنوطالبانو په وژل کیدو ا ۱۳تنو په ټپي کیدو سربیره د وسلوالو طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته راغلې دي.
دوی زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments