بغلان کې عملیات دوام لري

comments 0

0 Views

هندوکش – بغلان: د بغلان مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له وړمې ورځې پیل شوې نښتې اوس هم په ځینو سیمو کې دوام لري.
باوري سرچېنې وايي، عملیاتو کې امریکايي ځواکونو هم ګډون کړی چې طالبانو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
د رارسیدلو راپورونو له مخې وړمه ورځ افغان ځواکونه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له څو کلیو په شا شول او خپلې پوستې او بیزونه یې له مقاومت پرته طالبانو ته پرېښې و چې دا تیره شپه بیرته افغان ځواکونه ور ستانه شول.
د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو هغه موټر هم په نښه شوی چې درې تنه په کې سپاره و او ټول یې ووژل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments