بغلان کې د کابل لسو کسانو قتل په تور دری تنه ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې چارواکي وایي چې په کابل کې د لس کسانو د قتل په تور يې درې تنه نيولي دي.
محمد سالم الماس د کابل پوليسو د جنايي څېړنو مشر وايي، دغه کسان تېره ورځ د کابل-بغلان په لويه لاره د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
نوموړې زياتوي، نيول شويو کسانو په کابل کې د لسو کسانو په قتل کې لاس لرل منلي دي.
الماس والي دغو کسانو په کابل کې د لس کسانو له قتلو کولو وروسته غوښتل چې د مزارشريف ښار ته وتښتي خو د امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال ونيول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ۱۵ امنیتي حوزې مربوطاتو کې د يوې کورنۍ لس کسان تیرې جمعې وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.
د راپورونو له مخې، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وه.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې د جنايي پېښو، قتلونو، غلاوو سربيره انسان تښتونې هم زياتې شوي، چې د کابل ښاريان يې اندېښمن کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply