بغلان کې د ملي امنیت موظفینو دوسلو اومهماتو یوه ډیپوه کشف کړې

comments 0

3 Views

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې دملي امنیت دکارکوونکو په هلو ځلو دطالب وسلوالو دوسلو او مهماتو یوه ډیپوه کشف کړې ده.
د بغلان ولایت ځايی چارواکي وايي، چې له یادې ډیپوه څخه ۱۱دبي ایم یک مرمۍ ،۴۴دهاوان مرمۍ،۷دانې لاسي بمونه اویوشمیر نورسپکې اودرنې وسلې دملي امنیت منسوبینو ته لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوی، چې یاده ډيپوه اومهمات دخنجان ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول ولسوال ملا امیر پورې مربوط وو، چې په خنجان ولسوالۍ کې یې په ترهګریزو بریدونو او ملکي وګړو په وژلو کې ترې استفاده کوله.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments