بغلان کې د طالبانو یو مهم غړی ونیول شو

comments 0

31 Views

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې د طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي وسلوال د ملا مجید اخندزاده په ډلې پورې تړلی او د طالبانو له لوري د دهنه غوري ولسوالۍ لپاره تش په نوم ولسوال وو.
چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې وايي،چې دنوموړي په نیول کیدو سربه دیاد ولایت په مربوطاتو کې امنیت دپخوا په پرتله ښه شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments