بغلان کې د طالبانو زندان مات شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – بغلان: بغلان کې د طالبانو زندان مات شوی او څلوردیر زندانیان ترې ازاد شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، دغه زندان تیره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو له لوري مات شوی دی.
د سرچېنې په لیکنه له دې زندان اوه د ملي اردو، اوه پولیس، درې د ملي امنیت او ۱۷ هم ملکي وګړي ازاد شوي دي.
په دې ورستیو کې افغان ځواکونو په بیلا بیلو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي چې د ګڼو امنیتي او دفاعي سرتیرو تر څنګ یې ملکي وګړي هم د طالبانو له اسارات ژغورلي دي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments