بغلان کې دیوې چادونې له امله ۱۴ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

14 Views

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت په بالا دورې سیمه کې دځای پرځای شوي ماین دچاودنې له امله ۱۴ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.
دبغلان ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په یاده پیښه کې دیوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي، دوی زیاتوي، چې په وژل شوو کسانو کې څلور ماشومان، دوې میرمنې او دوه نارینه شامل دي.
ځايي چارواکي وايي، چې یاد ماین دوسلوالو طالبانو له خوا ځاي پرځاي شوي وو.
طالبانو په دې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments