بغلان کې دیني عالمانو د بین الافغاني مذاکراتو په ملاتړ ناسته وکړه

comments 0

2117 Views

هندوکش ـ بغلان: په بغلان ولایت کې سلګونو دینی عالمانو، قومي مشرانو او د یاد ولایت سیمه ییز چارواکو او اوسیدونکو دیوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې ملاتړ کړی.
په یاده ناسته کې د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د دیني عالمانو له راتګ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې په هېواد کې د دیني عالمانو ترمنځ یووالی له شته نظامه د ملاتړ په مانا ده.
په یاده ناسته کې د بغلان د حج او اوقافو رییس د سولې په پروسه کې د علماو په رول او ارزښت خبرې وکړې او د دوی د امنیت په تیکاو یې ټینګار وکړ.
د غونډې ګډونوالو په ځانګړي ډول دیني عالمانو د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت دریځ ستایلی او له طالبانویې هم غوښتي دي، چې په خپل دریځ کې نرمښت او جګړه کې کمښت وښي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments