بغلان کې دیني عالمانو دسولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

1 Views

هندوکش – بغلان: په بغلان ولایت کې دیني عالمانو دکوچني اخترپه رارسیدو سره له وسلوالو طالبانو غوښتي دي،چې سوله او اوربند وکړي.
دوی وایي،وسلوال طالبان دې دسولې په تړوا رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلې او له افغان حکومت سره دې دسولې مخامخ خبرو لپاره چمتو شئ.
یاد دیني عالمان زیاتوي،وسلوال طالبان دې کوچني اختر ته د درناوي په خاطر دملکي وګړو له وژلو او دافغان ځواکونو پر پوستو له بریدونو لاس واخلي.
په عین حال کې دیاد ولایت اوسیدونکي وایي،سوله دهر افغان غوښتنه ده دجګړې ښکیل اړخونه دې دولسونو ارمانونو ته درناوی ترڅنک سوله او اوربند وکړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments