بغلان کې دسولې په ملاتړ دقومي مشرانو له لوري غونډه ترسره شوه

comments 0

13 Views

هندوکش-بغلان:بغلان کې دقومي مشرانو اوځايی اوسیدونکو له لوري دسولې له روانې پروسې په ملاتړ پراخه غوڼده جوړه شوې وه.
دغونډې ګډونوالو وايي،چې دطالبانواو افغان حکومت ترمنځ دې دسولې مخامخ خبرې پیل شي، ترڅو په هېواد کې دپرمختګ شاهدان واوسو.
دبغلان اوسیدونکي وايي،دطالبانو جګړه دافغان ځواکونو په وړاندې پردۍ ده دوي له طالبانو غواړي،چې سولې ته غاړه کیږدي او دبې ګناه افغان وژنې څخه لاس واخلي.
بل لوري دبغلان ولایتي شورا مرستیال په طالبانو غږ کوي،چې وسله پرځمکه کیږدۍ،دسولې له پروسې سره یوځای شئ اودټوپک پرځای دقلم په واسطه هېوادوالو ته خدمت وکړي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments