بغلان کې تیر کال په پرتله د کوکنارو کښت ډیر شوی دې

comments 0

0 Views

هندوکش – بغلان: د بغلان چارواکو په وینا سږکال د کوکنارو کښت تیر کال په پرتله څو برابر زیات شوې دې.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر نظا الدین وویل چې تېر کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر شاوخوا ۱۲۰ هکټاره ځمکې كوكنار كرل شوي وو.
نوموړي زیاته کړه: سږ کال د بغلان په ۸۴۹ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کوکنار د بغلان په پنځو ولسواليو کې کرل شوي دي.
نوموړي وویل: مونږ پلان درلود، چې دا کښتونه له منځه يوسي، خو امنيتي ځواکونه پر جګړو بوخت شول او دې كار ته يې وخت پيدا نه كړ.
ویل کیږي دغه ولایت کې کوکنار تر ډېره په هغو سيمو کې کرل شوي، چې د حکومت په کنټرول کې نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي وضعیت نه په ګته وسله والې ډلې هڅه کوي هغو سیمو کې کوکنار وکړې چې ګتور او تر ولکې لاندې وي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *