بغلان: د طالبانو د استخباراتو مشر نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر نیول شوی دی.
دفاع وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې افغان او بهرنیو ځواکونو د حاجي محمد رامین په نامه د طالبانو د استخباراتو مشر نیولی او د هغه لس ساتونکي یې وژلي دي.
دفاع وزارت لیکلي، محمد رامین د بغلان پر امنیه قوماندانۍ برید کې هم لاس درلود.
رامین د طالبانو لپاره یو مهم قومندان و او په دې سره دې ډلې سخت ګوزار خوړلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments