بغلان : دیو خونړی حملی مخه ونیول شوه

comments 0

4 Views

هندوکش – بغلان: د شمال امنیتي چارواکي وايي، نن سهار پنځه نیمې بجې افغان ځواکونو په بغلان کې یو هاموې موټر بم هدف ته له رسېدو مخکې الوځولی دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، په هاموې موټر کې راغلي دوه ځانمرګي هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، نن سهار پنځه نیمې بجې د بغلان کیله ګي کې د ملي اردو د شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک پر پوځي اډه د برید لپاره له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر راروان و چې د سرتېرو لخوا پېژندل شوی او ډزې پرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، هاموې موټر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودلی دی، دوه ځانمرګي په کې وژل شوي او بل ټپي ځانمرګی د تېښتې پر مهال د سرتېرو لخوا نیول شوی دی.
د شاهین قول اردو خبرپاڼه په دې پېښه کې د یو افغان سرتېري د ټپي کېدو خبر هم تایید کړی دی.
په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د هاموې موټرو نه په استفاده موټر بم بریدونه زیات شوي دي.
طالبانو په دی هکله تراوسه څه نه دی ویلی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments