بصره کې د امریکا د کونسلګرۍ په تړلو باندې خلک خفه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – عراق: د عراق بصره کې خلک د امریکا د قونسلګرۍ په تړلو پښیمانه دي.
امریکا وايي د بصرې اوسیدونکو بیرته د امریکا د قونسلګرۍ د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د دغه ولایت اوسیدونکو د حکومت ضد د تیرې میاشتې په لاریونونو کې د قونسلګرۍ په ګډون ګڼې دولتې ودانۍ سوځولې وې.
امریکا، دا راپور د عراق د بهرنیو چارو وزارت له خولې خپور کړی دی.
اخوا ایران د امریکا دا خبره دروغ ګڼي او زیاتوي چې واشنګټن د بغداد ضد توطئه جوړه کړې ده.
تهران وايي دا تش تورونه دي او په بصره کې هرڅه په هماغه پخواني حالت دي.
امریکا بیا پر ایران نیوکه کوي چې په غیر مستقیم ډول د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments