بریټانیا د سرتېرو په لېږلو بیا غور کوي

comments 0

17 Views

هندوکش – انګلستان: د بریټانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن ویلي، تر اوسه لا مالومه نه ده چې څومره سرتیري به افغانستان ولېږي.
که څه هم نوموړي افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو کره شمېره نه ده ورکړې، خو زیاته کړې یې ده چې بریټانیايي ځواکونو په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې ښه رول لوبولی دی.
تر دې د مخه داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې بریټانیا افغانستان ته څلور سوه نوي سرتیري رالېږي.
د بريټانیا د دفاع وزیر ویلي چې تازه دمي سرتېري به یې له افغان ځواکونو سره د ظرفیت په لوړونه کې مرسته وکړي.
لمر آشنا

Share this page to Telegram

Comments