بریتانیا پام کې لري چې پر ایران بندیزونه وضع کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – بریتانیا: د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې ایران د برېتانیا د تېلو لېږدوونکې بېړۍ ودروله د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې ډېرې شوې.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې هم کړې دي خو پایله یې نه ده لرلې.
برېتانوي رسنۍ وایي دغه هېواد غواړي پر ایران بندیزونه وضع کړي او همدا راز هڅه کوي اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه هم پر ایران د بندیزونو لګولو ته وهڅوي.
دغه راپورونه په رسمي توګه د برېتانیا حکومت نه دي تایید کړي خو وایي د ایران غیر قانوني اقدامات به دغه هېواد ته سخت زیان واړوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments