بریتانیا دې له ترهګرۍ سره مبارزه کې کار وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – انګلستان: د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د بریتانیا له ځانګړو ځواکونو وغوښتل شي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کلیدي رول ولوبوي.
د انډپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، امریکايي چارواکي له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې د عملي کولو لپاره د پلان پر جوړولو کار کوي.
انډپندنټ د امریکايي چارواکو په قول ویلي، امریکايي ځواکونه به په شاوخوا ۳ کلونو کې له افغانستانه ووځي، خو امریکا به د افغان امنیتي خواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه راز به یو شمېر امریکايي پوځیان د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
حاضردمه څه باندې ۱۰۰۰ بریټانوي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments