بریتانیا ته د ولسمشر سفر ګټور یاد شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د برتانیې هېواد ته تللې و، نن سهار بېرته هیواد ته راستون شو.
ولسمشر غني د برتانیې له لومړۍ وزیرې تریزامې سره په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه خبرې کړي.
تریزامې ژمنه کړې، چې هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې همکاري کوي.
دغه راز برتانیا په افغانستان کې د رڼو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
پر دې سربیره برتانیا له افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه پونډه مرسته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments