بریتانیا افغانستان کې ځواکونه زیاتوي

comments 0

0 Views

هندوکش – انګلستان: د بهرنیو رسنیو د راپورنو پر بنسټ بریټانیا غواړي د ناټو په چوکاټ کې خپل ځواکونه شپږ سوو ته لوړ کړي.
افغانستان کې اوسمهال کابو پنځه سوه بریټانیايي سرتیري میشت دي چې د نويو سرتېرو لېږلو سره به دغه شمېر شپږ سوو ته لوړ شي.
د مالوماتو له مخې دغه ځواکونه به د افغان ځواکونو په روزنه او د مشوره ورکونکو دنده ولري.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په تړاو انديښنې زیاتې شوې، د جرمني او بریتانیا په ګډون ځینو هېوادونو د سرتېرو د پاتې کیدو او زیاتیدو پریکړه وکړه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply