برښنا شرکت د زور واکو پرضد هوکړه لاسلیک کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان برښنا شرکت بالاخره مجبور شو چې عدلي او قضایي ارګانونو سره هوکړه وکړي چې له پوروړو پیسې راټولې کړي.
هغوی چې زور لري، برښنا هم په زور کاروي او برښناشرکت ته د لګښتونو پیسې نه ورکوي .
د برښنا شرکت مشر امان الله غالب د مالوماتو له مخې، ځینې کسان لګښتونه نه ورکوي او ځینې نور بیا برښنا په غلا کاروي چې دبرښنا شرکت ته یې ستونزې جوړې کړي.
لویه څارنوالي مرستیال نور حبیب جلال وایي، په دې هوکړه کې مسوولیت لري چې د افغانستان برښنا شرکت پوروړوي تر فشار لانندې ونیسي او دغه راز د برښنا هغه غلو د نیولو امر ورکړي چې برښنا غلا کوي.
برښنا شرکت به د دې هوکړې له مخې عدلي او قضایي ارګانونو ته د میلیونونو افغانیو هغه لیست وسپاري چې برښنا مصرف شوي، خو پيسې یې نه دي ورکړل شوي، په دې لیست کې د زور واکو تر څنګ برحاله چارواکي هم شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments