بريتانیا کې پاکستاني الاصله ایتالیایوی د چاودېدونکو توکو د لېږد په تور ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – بریتانیا: د ترهګرۍ د نړۍ وال ملاتړي هیواد پاکستان يو بل اصلی تبعه هم په بريټانيا کې د چاوديدونکو توکو د ليږد په تور نيول شوی دی.
ندیم محمد هوايي ډګرچارواکو ته ویلي و، چې نه پوهېږي چا یې په بیګ کې چاودیدونکي توکي ایښي و دبی بی سی له راپور سره سم:« برتانوۍ محکمې یو سړی په مانچسټر هوايي ډګر کې د چاودیدونکو توکو د قاچاق په هڅې تورن کړی دی. ندیم محمد سره د جنورۍ په ۳۰ نېټه خام چاودیدونکي توکي موندل شوي وو».
د مانچسټر د پولیسو په وینا له نوموړي څخه هغه مهال پولیسو پوښتنې کړې وې، خو وروسته یې خوشی کړی و، ځکه په وینا یې له هغه سره د موندل شویو توکو په ارزونه کې تېروتنه شوې وه.
محکمې نوموړی خلکو ته د زیان رسولو په نیت د چاودیدونکو توکو په ساتلو تورن کړی دی. ۴۳ کلن ندیم محمد پاکستان کې زېږېدلی دی او یو ایټالوی پاسپورټ لري.
نوموړي هڅه کوله د ریان اير یوې الوتکې کې د ایټالیا شمالي ښار بیرګام ته سفر وکړي، چې دغه توکي ورسره موندل شوي وو او نوموړي ادعا کوله، چې بل چا یې په بیګ کې دغه اله ځای پر ځای کړې ده. ویل کېږي ایټالوي پولیسو له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې، خوشی کړی دی او د فبرورۍ پر ۱۲ بېرته برتانیا ته له ستنېدو سملاسي وروسته هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *