بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلجیم: د ناټو دفاع وزیرانو غونډه چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د بلجیم مرکز بروکسل کې وشي، د افغانستان دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ور بلل شوی دی.
ټاکل شوې چې دغه غونډه به دوه ورځې وروسته د ناټو مرکز بروکسل کې جوړه شي.
په غونډه کې ترډیره پر امنیتي ننګونو خبرې کیږي چې افغانستان یې د اجنډا مهمه برخه ده.
په دې غونډه کې به افغانستان وضعیت او د افغان ځواکونو د تمول او مشورې ماموریت خبرې وشي.
د ناټو غړي هېوادونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت سره ژمنې هم تازه کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments