برمل کې ۵ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د پوځ مسوولین وایي، برمل ولسوالۍ کې سرتېرو له طالبانو سره مخامخ جګړه کړې چې په پایله کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي.
برمل کي د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب وايي، لسګونو طالبانو تیره شپه د کاریزګي په پوسته برید وکړ چې د سرتېرو له ځوابیه برید سره مخ او په شا شول.
د ایوب د مالوماتو له مخې پوځ له طالبانو سره څلور ساعته نښته وکړه چې په پایله کې د طالبانو د دوه سرګروپانو په ګډون په پنځه طالبان وژل شوي دي.
په دې نښته کې د پوځ سرتېرو ته هیڅ تلفات نه دي اووښتي او نور طالبان له سیمې تښتیدلي دي.
عمران احمدزې‎ۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *