برمل کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: راپورونه وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د جیټ الوتکو په هوایي بمبار کې یوولس طالبان وژل شوي.
برمل کي د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمدایوب ویلي، دا برید د منګړیتۍ په سیمه کې تېر ماښام پر حقاني شبکې ترسره شوی دی.
محمدایوب زیاتوي، برید کې د مولوي شعیب، مولوي اکبر، طوفان، کاکا او راکيټي په ګډون پنځه سرګروپان هم وژل شوي دي.
وړمه شپه هم برمل کې دیارلس طالبان د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *