برمل کې د طالبانو په یو مرکز عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ښرنه: د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغه سیمه کې افغان او بهرنیو ځواکونو د طالبانو په یوه مرکز عملیات کړي.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر وايي، عملیاتو کې یو قومي مشر صدل خان د طالبانو له بنده خوشی شوی.

دادالله هوتک وايي، په عملیاتو کې دوولس میله کلاشینکوف، پنځه لاسي بمونه او نور مهمات ترلاسه شوې دي.

نوموړی همدا راز وايي، په عملیاتو کې د طالبانو یو هایلیکس او یو سراچه موټر او ځینې وسلې هم له منځه تللي.

هوتک وايي، عملیات تېره شپه دپولیسو ځانګړې قطعې او بهرنیو ځواکونو په ګډه کړي، چې مرګ ژوبله نلري.

طالبانو بیا تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply